په سویډن کې د ځوانو لیکوالو او شاعرانو د نمانځغونډې په ویاړ
ټاکلې نېټه مې نده ياده خوګومان کوم د۱۹۹۷ کال دپای ورځې شپې وې، دطالبانوصاحبانوپاچايي وه اوشعردبيان ديوازنۍ وسيلې په توګه خپل دارتقاګامونه وهل، شعرپدغه دوره کې يوازنی هنر و چې کله پټ اوکله ښکاره يې خپل جادوپرولس خورول، دهېواد په دننه کې يوڅه په دقت اوتأمل اوپه بهرکې بياپه وازکومي اوپه جار.
موږپه پېښورکې دهيلې مجلې ددوه کلن خپرنيزبهيردجاج اخيستلوديوې غونډې تابیاکوله مااستاديون اواغلې خورصفيه جان صديقي چې هغه دم دمجلې مديره وه دغونډې سناريوجوړوله، ټاکل شوې وه زه دغونډې وياند واوسم .
موږپه ګډه مقالې، شعرونه، په غونډه کې دچای چلم دپاره دمې اودغونډې په بېلابېلوبرخوکې دځينولنډوشعرونواووجيزولوستل تصويب اودسبادپاره مواماده کړل . زه چې کورته لاړم هماغه ماښام دننګرهارپوهنتون استاداوزمادوست ازمون صاحب راغی له ستړي مشي اولنډوخبرو وروسته يې ګوندي اساسناموته ورته دشعريو وړوکی کتابګوټی راکړاوزياته يې کړه «واخله شعرولوله».
په غزل باندې چې کومې نخرې اند کړي
ډېر خواږه به د خوږې پښتو څرګند کړي
دا سړی چې په دار زانګي په ژوند تنګ و
د دېوانو له پاچا سره يي جنګ و.